هلمند؛ په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۳:۴۱
هلمند؛ په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت د مرکز لښکرګاه ښار په درېيمه حوزه بولان سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ملاخيل لوبډلې په بریا سره پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د ملاخیل او د فولاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ملاخیل لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې فولاد لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۳ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۲۲ منډو په توپير سره وبايلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۶
Background image

مسابقات منتخب موی تای در بلخ برگزار شد

نمایندگی فدراسیون موی تای در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش بلخ رقابت‌های منتخب این رشته را میان ۲۴۵ ورزشکار از ۱۵ ولایت در جمنازیوم ورزشی احمدی برگزار شد.

ورزشکاران شرکت کننده در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

BACK TO NEWS