ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۵
ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې له پنځو کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د افغان پشه يي، افغان صافي، افغان وطن، افغان باور او انګار کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې افغان صافي کلب په ۱۵ بریاوو لومړی، افغان پشه یي په لسو بریاوو سره دویم او افغان باور په پنځو بریاوو سره درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۶
Background image

مسابقات منتخب موی تای در بلخ برگزار شد

نمایندگی فدراسیون موی تای در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش بلخ رقابت‌های منتخب این رشته را میان ۲۴۵ ورزشکار از ۱۵ ولایت در جمنازیوم ورزشی احمدی برگزار شد.

ورزشکاران شرکت کننده در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

BACK TO NEWS