د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۳ کاري کال د لاسته راوړنو لنډ راپور

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۷:۳۴
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۳ کاري کال د لاسته راوړنو لنډ راپور

خوست ولایت د افغانستان له جنوب ختيځو ولایتونو څخه دی، چې خلک یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري، په یاد ولایت کې د المپیکي سیالیو ترڅنګ غیر المپيکي او دودیزې سیالۍ هم خورا مینوال او لوبغاړي لري.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د نورو ولایتونو د ورزشي ریاستونو او امریتونو په څېر، ښې لاسته راوړنې لري او خورا ښه ثابت شوی دی، چې سږ کال یې تر دې دمه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۹۴ لویې او وړې المپیکي او غیر المپیکي ورزشي برنامې جوړې کړې دي، چې ۹۰ یې په مرکز او ۱۰۴ یې په ولسوالیو کې وې.

د یاد ولایت د ورزشي امریت له لوري د ورزشي برنامو له جملې څخه د زون په سطحه د رادیو جوانان له لوري د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو تر منځ د فوټسال سیالۍ ، د ۱۵ ولایتونو ترمنځ د ۸۰ لوبغاړو په ګډون د سوکیوکوشن کراټې سیالۍ، همدارنګه د کابل او میدان وردګ ولایتونو په ګډون د ۴۷ لوبډلو تر منځ د والیبال لوی ټورنمنټ ترسره شوی، چې دوه میاشتې یې دوام درلود او پر دغو لوبو سربېره د کیک بوکس، والیبال، ټېپ بال کرکټ او نیزه وهنې په برخه کې لویې ورزشي برنامې هم د دې ولایت ورزشي امریت جوړې کړې دي، چې د زرګونو خلکو د سرګرمۍ او تفریح سبب ګرځېدلې دي.

له دغه ولایت څخه ۱۴۰ ورزشکارانو په ولایتي او ملي ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کړی، چې ۱۳ ورزشکاران یې ملي لوبډلو ته ټاکل شوي دي.

په نوموړي ولایت کې ۴۱ ورزشي فدراسیونونه فعالیت لري او ترڅنګ یې د مختلفو ورزشي څانګو ۷۰ کلبونه هم فعال دي، چې وخت ناوخت پکې ۷۰۰۰ ورزشکاران په تمریناتو بوخت دي، په ښونیزه برخه کې په دغه ولایت کې ۶۹ سیمنارونه، چې په یوه او تر یو ډېرو ورځو کې ترسره شوي دي او ۲۲۹۰ کسانو پکې ورزشي او اصلاحي زده کړې ترلاسه کړې دي.

همدارنګه د رغوونې او بیا رغوونې په برخه کې د یاد ولایت ورزش ادارې له خوا د خصوصی سکتور، AYSO او UNDP موسسو په همکارۍ او مالي مرسته د ۱۸۵۰۰یو سلو پنځه اتیا زره ډالرو او ۳۱۱۸۰۳۴ درې میلیونه یو سلو اتلس زره او څلور دېرش افغانیو په ارزښت د والیبال او فوټبال میدانونو لپاره د نندارچیانو د ناستې ځایونه، نوی جمنازیوم او د دفتري امورو لپاره د اړتیا وړ څیزونه پېرل شوي او رغېدلي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۲۵
Background image

مسابقات منتخب گلف در ولایت بامیان برگزار شد

مسابقات منتخب فدراسیون گلف از طرف نماینده گی این رشته با هماهنگی آمریت تربیت بدنی و ورزش بامیان میان ۱۸ ورزشکار برگزار شد.

در این مسابقات ورزشکاران در کتگوری سنی بزرگسالان و جوانان به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

بامیان؛ صعود تیم کوهنوردی این ولایت به ارتفاعات کوه بابا در مرکز

تیم چهار نفره کوهنوردی این ولایت، از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بامیان، موفق به صعود به ارتفاعات کوه بابا در بامیان شد.

این تیم فاصله ۵۱۴۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۳۵
Background image

مسابقات سنگ‌گیرک با اشتراک هشت تیم در ولسوالی شهرستان ولایت دایکندی برگزار گردید

رقابت‌های ورزش‌های محلی و عنعنوی سنگ‌گیرک از طرف آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت دایکندی میان هشت تیم برای مدت یک روز در ولسوالی شهرستان دایر گردید.

در این پیکارها ورزشکاران در کتگوری. . .

BACK TO NEWS