بغلان؛ دوشي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۵۰
بغلان؛ دوشي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د ياد ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د نقيب سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو پایلوبه د نقيب سټار او کيلگي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، نقيب سټار لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د ۷۹ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې کيگلي ځوانانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۴۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۹ منډو په توپير وبايلله.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول وو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۶
Background image

مسابقات منتخب موی تای در بلخ برگزار شد

نمایندگی فدراسیون موی تای در هماهنگی با ریاست تربیت بدنی و ورزش بلخ رقابت‌های منتخب این رشته را میان ۲۴۵ ورزشکار از ۱۵ ولایت در جمنازیوم ورزشی احمدی برگزار شد.

ورزشکاران شرکت کننده در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

BACK TO NEWS