پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې علي خیل ب لوبډلې د ۲/۱ میدان په توپیر خپلې سیالې حلیمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه په اختر کې ځوانانو ته د سالمې تفریح برابرول ښودل شوي دي.