هلمند؛ موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۰:۵۰
هلمند؛ موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند لایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شاهین اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مزاري اتلانو او شاهین اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مزاري اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه،چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه. شاهین اتلانو لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د سیمې ځوانانو ته د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده سیونټي موټرسایکل او غوره لوبغاړو ته نغدې پیسې او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

پایان رقابت‌های والیبال میان ۲۰ تیم در لغمان

رقابت‌های والیبال میان ۲۰ تیم که از سوی نمایندگی فدراسیون والیبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت لغمان، به‌هدف ایجاد وحدت میان جوانان در قریه زیارت از مربوطات مرکز این ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۲
Background image

کابل؛ اولین دور مسابقات ورزش های رزمی با اشتراک ۶۰ ورزشکار آغاز گردید

اولین دور رقابت‌های ورزش‌های رزمی از طرف فدراسیون ملی این رشته با همکاری ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل میان ۶۰ ورزشکار از کتگوری سنی جوانان و از کلپ های مختلف شهر کابل برای مدت یک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۵
Background image

نیمروز؛ رقابت‌های فوتبال با اشتراک ۱۲ تیم در شهر زرنج آغاز شد

رقابت‌های لیگ فوتبال میان ۱۲ تیم زیر نام جام وحدت از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز ، در مرکز شهر زرنج آغاز شد.

نخستین دیدار این رقابت. . .

BACK TO NEWS