پکتیکا؛ خیر کوټ ولسوالۍ کې د ۱۷۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د نیزه وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خیر کوټ ولسوالۍ کې د ۱۷۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې په سینګل او سیکشن برخو کې ترسره شوې، په سینګل برخه کې یې محمد نعیم لومړی او محمد امین دوام مقام خپل کړ او همداراز په سیکشن برخه کې ظفرخېلو لوبډلې لومړی او یوسف خېلو بیا دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د نیزه وهنې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.