ننګرهار؛ مومند دره ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باسول ګلستان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د هزارناو ټایګرز او باسول ګلستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه باسول ګلستان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٢ منډو هدف وټاکه. هزارناو ټایګرز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١٢٩ منډې وکړې او د ١٢ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت يې دوام وکړ.