ننګرهار؛ مومند دره ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۳
ننګرهار؛ مومند دره ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باسول ګلستان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د هزارناو ټایګرز او باسول ګلستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه باسول ګلستان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٢ منډو هدف وټاکه. هزارناو ټایګرز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١٢٩ منډې وکړې او د ١٢ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۳۵
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیمه ییزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د لویانو. . .

BACK TO NEWS