هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۰
هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د هزار جفت مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه اتحاد هزار جفت او هزار جفت مرکزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه هزار جفت مرکزي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۴۴ منډو هدف وټاکه. اتحاد هزار جفت لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ١۰۰ منډې وکړې او د ۱۴۳ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده بایسکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۱۳
Background image

مسابقات ریسمان‌کشی با اشتراک چهار تیم در مرکز ولایت کاپیسا برگزار گردید

رقابت‌های ورزش‌های محلی و عنعنوی ریسمان‌کشی از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا و با اشتراک چهار تیم از مربوطات مرکز ولایت کاپیسا برای مدت یک روز در میدان ورزشی عیاران برگزار شد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۶
Background image

بیستمین دور مسابقات منتخب کیوکوشین کاراته ولایت کاپیسا برگزار گردید

بیستمین دور رقابت‌های منتخب کیوکوشین کاراته سبک کانچو ماتسویی ولایت کاپیسا از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش این ولایت با اشتراک ۴۰ ورزشکار در ۱۱ وزن. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۴
Background image

تخار؛ برگزاری رقابت‌های کورش محلی با اشتراک ۶۰ تن در تالقان

رقابت‌های کورش محلی با اشتراک ۶۰ تن از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت تخار، در مرکز شهر تالقان برگزار شد.

در این رقابت‌ها ۳۰ تن با شکست دادن. . .

BACK TO NEWS