د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون به د تېر په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او المپیک ملي کمیټې سرپرست انجنیر نظرمحمد مطمئن د امن کپ سیالیو د پرانېستې په مراسمو کې چې نن په کابل کې پیل شوې حاضرینو ته په وینا کې له افغانستان فوټبال فدراسیون سره خپل ملاتړ اعلان وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت به د افغانستان فوټبال بشپړ ملاتړ کوي او په هېواد کې د دې مشهورې لوبې د ودې لپاره به هر ډول اسانتیاوې برابروي.
ښاغلي مطمئن زیاته کړه: "اسلامي امارت به د افغانستان د فوټبال فدراسیون په کاري چارو کې هیچاته د مداخلې اجازه ورنکړي او د فوټبال فدراسیون به د فیفا له قوانینو او نړیوالو قوانینو سره سم د تېر په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي".
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د فوټبال په اړه د بدني روزنې او ورزش د سرپرست وینا او د هیواد له فوتبال څخه د اسلامي امارت د ملاتړ اعلان د دغه ورزش د مینه والو او ولس له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
