کابل؛ د کونګ فو فدراسيون ۳۰ لوبڅارانو ته د لوبڅارنې يو ورځنی ښوونیز سمينار پيل شو

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ، د کابل ولایت د کونګ فو فدراسيون له لوري او د کونګ فو ملي فدراسیون په همکارۍ د کابل ولايت ۳۰ لوبڅارانو ته د «تو آما» سټايل لوبڅارنې دويم پړاو ښوونيز سمينار د المپيک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې پيل شو.
په دغه سمينار کې به د کابل کونګ فو فدراسيون رئیس ميرويس نظري او د کونګ فو ملي فدراسيون لوبڅار حفيظ الله فيضي له لوري ګډونوالو لوبڅارانو ته د کونګ فو د «تو آما» سټايل بېلابيل قوانين، د لوبې په جريان کې د امتياز ورکولو اصول او له نورو سټايلونو سره يې د توپير په اړه معلومات وړاندې شي.
د دې سمينار د پيل پر مهال د هېواد ورزش ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، دغه ډول سمينارونه د ظرفيت لوړونې په برخه کې مهم وبلل او زياته يې کړه، چې موږ بايد په ورزش کې ځانونه پر نړيوالو اصولو او معيارونو نور هم برابر کړو، چې دغه کار د دې ډول سمينارونو په ترسره کولو ترسره کېږي.
د ويلو ده، چې ياد سمينار د لوبڅارنو د لوبڅارنې برخه کې د ظرفيت لوړونې په موخه پيل شوی، چې يوه ورځ به دوام وکړي.