لیونل میسي د خپل فوټبال دوران سرو زرو اووم ټوپ وګټه

لیونل میسي د خپل فوټبال دوران سرو زرو اووم ټوپ وګټه
د ارجنټاین سوپر سټار د اووم ځل لپاره د فرانسې د فوټبال مجلې جایزه وګټله چې له خپل پخواني سیال کریسټیانو رونالډو سره یې واټن دوه د سرو زرو توپونو ته زیاد کړ.
دا د سرو زرو توپ په داسې حال کې لیونل میسي ته ورکړل شو چې نږدې سیالي یې د بایرن مونیخ پولنډي ستوري رابرټ لواندوفسکی سره درلودله مګر بالاخره د ارجنټاینی سوپر سټار دا جایزه وګټله.
همدارنګه له میسي او لواندوفسکی وروسته جورجینیو د فرانس فوټبال مجلې له خوا د نړۍ دریم غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د یادولو وړ ده چې په دې سیالیو کې د هغه تر ټولو نږدې سیال رونالډو دی چې پنځه د سرو زرو توپونه لري