پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې ښار په کمردینانو کلي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د وسیم لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې وسیم لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې محمد نبي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
