کندز؛ ارچي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنخ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د محمد نبي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې محمد نبي لوبډلې د ۲۵ پر ۱۲ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
