بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په آريق باطر کلي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ او په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
