بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د کلدار ولسوالۍ په کهنه کلدار کلي کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۵ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
