بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د اليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سیالۍ د گودک اندخوي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې گودک اندخوي لوبډلې خپلې سيالې استقلال لوبډلې ته د ۱ پر صفر ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ واليبال ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
