کندز کې ۱۰۰ ورزشکارانو او روزونکو ته اسلامي او فکري روزنيز سيمينار پيل شو
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست د غونډو په تالار کې ۱۰۰ ورزشکارانو او روزونکو ته د اسلامي او فکري روزنې دوه ورځنی سمينار پيل شو.
د دعوت او ارشاد رياست د مسؤلینو په وينا:« دا لړۍ يې د هېواد په شمالي ولايتونو کې د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو او روزونکو ته پيل کړې، چې لومړۍ دوره يې په بغلان ولایت کې بشپړه شوه او په نږدې وختونو کې به شاوخوا ۵۶۴۰ ورزشکارانو او روزونکو ته په ټول هېواد کې دغه ډول روزنيز سمينارونه ورکړل شي.»
د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې په بغلان ولایت کې شاوخوا ۱۲۵ روزونکو او ورزشکارانو ته ورته سمينار ورکړل شوی و.
