پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ٢٠ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ٢٠ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستارههای قلندري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ستاره های قلندري لوبډلې د ٤ پر ٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې طوفان غوچ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټبال ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.
