کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي ترڅنګ د يوې تشويفي غونډې په ترڅ کې وستايه.

يادې غونډې ته د وينا پر مهال د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، دا چې نن د هېواد له بېلابېلو ځايونو څخه د علي بلال د تشويق په موخه راټول شوې يوو، دا د دې څرګندونه کوي چې ورزش د يووالي او اتحاد سېمبول دی او علي بلال ته يې ډاډ ورکړ چې د ورزش اداره به تل له هغه ملاتړ کوي.

دغه راز د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون رئيس باور خان هوتک علي بلال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علي بلال مشورې د ځوانو ورزشکارانو لپاره اړينې وبللې او له نوموړي يې وغوښتل چې خپلې اړينې او مهمې مشورې له ورزشکارانو سره شريکې کړي.

همدارنګه علي بلال له ټولو مسوولينو او هېوادوالو مننه وکړه او ټولو ته يې وعده ورکړه، چې په راتلونکي کې به ان شاءالله دغه د سپينو زرو مډال په سروزرو مډال بدل کړي.

همدارنګه نوموړي خوښي وښوده، چې اوس د افغانستان وضیعت ښه دی او له راتګ سره یې د خپلو هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شو او هيله يې وښوده، چې يوه ورځ په يادو نړيوالو سياليو کې زما سره نور افغان ورزشکاران هم ولوبیږي.

د نوموړي د ښه راغلاست په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دې ادارې بېلابېلو مشاورينو، رئيسانو، د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون رهبرۍ او غړو، د رسنيو استازو او ګڼ شمير هېوادوالو ګډون کړی و.

د ويلو ده، چې د بدن ښکلا او فټنيس افغان لوبغاړي علي بلال د ۲۰۲۵ ارنولد کلاسيک سياليو د فټينس په برخه کې اتلولي ګټلې وه او دغه راز يې دوه ځل سر په سر په ۲۰۲۴ او د ۲۰۲۵ ماسټر اولمپيا سياليو کې دويم مقام ګټلی دی.

په پای کې د بدن ښکلا او فېټنس ملي فدراسیون او المپیک ملي کمېټې له لوري ښاغلي علي بلال ته ستاینلیک او د ورزش ادارې ډالۍ هم تقدیم شوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۲۱
Background image

زندگی‌نامه علی‌رضا احمدی؛ ستاره نوجوان فوتسال افغانستان

علی‌‌رضا احمدی در ماه دلو سال ۱۳۸۸ در شهر قم ایران به دنیا آمد. او از سه‌سالگی عاشق فوتسال شد و بیشتر وقت‌های کودکی‌اش را با توپ سپری می‌کرد. فوتسال برایش تنها یک بازی نبود، بلکه علاقه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

دست‌آورد و فعالیت‌های یک ساله آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بغلان

بر اساس هدایات رهبری اداره ورزش کشور مبنی بر رشد و گسترش ورزش از مرکز به ولایت‌ها و از ولایت‌ها به ولسوالی‌ها؛ ازاول ماه حمل تا آخر ماه دلو سال ۱۴۰۴ براساس پلان سالانه، ۲۰۸ برنامه بزرگ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۴۹
Background image

امضای قرارداد رسمی میان فدراسیون ملی فوتبال افغانستان و سرمربی جدید تیم ملی فوتبال کشور

فدراسیون ملی فوتبال افغانستان با همکاری ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، قرارداد رسمی همکاری را با خوزه آنتونیو نوگیرا، سرمربی جدید تیم ملی فوتبال کشور از کشور برازیل، به. . .

BACK TO NEWS