زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دا سیالۍ د لوړې شینکۍ او ښکته شینکۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د لوړې شینکې پهلوانانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
