د نولس کلنو اسیا جام سیالیو کې افغانستان د اماراتو پر وړاندې
نعيم پرهېز
شنبه، مرغومی ۴، ۱۴۰۰
د نولس کلنو اسیا جام یو ورځنیو سیالیو الف ګروپ کې همدا اوس د افغانستان او عربي محتده اماراتو لوبه روانه ده.
دا د اسیا جام نړیوالو سیالیو کې د افغانستان دوهمه سیالۍ ده.
افغانستان تر دې مهاله ۷۴ منډې لري او د پيل درې لوبغاړي سوځېدلي دي.
اعجاز احمد او الله نور اوس مهال په ميدان کې دي او توپ وهنه کوي.
تر دې مهاله الله نور ۳۵ او اعجاز احمد ۱۷ منډې جوړې کړي دي.
د دې لوبې پچه اماراتو وګټله او لومړی يې د بال کولو پرېکړه وکړه.
