هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ابو الفتح لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ابو الفتح لېسې لوبډلې د دوو ویکټو په زیان د خپلې سیالې شرافت خصوصي لېسې د ۱۳۲ منډو هدف پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ښوونځیو ترمنځ د همغږي او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
