زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسينگ سیالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د کيک بوکسينگ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له ٢ کلبونو ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ په بېلابېلو عمري کټگوریو کې د يوې ورځې لپاره ترسره شوې، چې په پايله کې د نادر خان زابلي کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې
