پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سپین غر بازانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سپین غر بازانو لوبډلې له خپل ۲۲۶ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۵ منډو په توپیر یې خپلې سیالې نظامي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.
