پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول کنټاکټ سبک سيالۍ وشوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د کیک بوکسېنگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په اخلاص کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول کنټاکټ سبک دوستانه سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې وشوې، چې په پايله کې يې ۱۵ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لرې والی وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
