زابل؛ مرکز قلات ښار کې لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې شاهي چلنجر لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې حیدري ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
