هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې آریانا لوبډلې له خپل ۱۴۰ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د درېیوو منډو په توپیر یې خپلې سیالې نويو ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.
