کندهار؛ د زرګونه نندارچیانو په منځ کې د غېږنیونې سیالۍ

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۱۱:۴۹
کندهار؛ د زرګونه نندارچیانو په منځ کې د غېږنیونې سیالۍ

کندهار ولایت کې د غېږنیونې سیالۍ او د بېلابېلو ورزشونو نمایشات چې تېره چهارشنبه د دې ولایت په احمد شاهي لوبغالي کې پیل شوي وو، پر کندهار سربېره د ګاونډیو ولایتونو او فرضي کرښې هغې غاړې پهلوانانو هم په کې ګډون کړی و پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو د وروستي پړاو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئیس نظر محمد مطمئین، د بدني روزنې او ورزش د فدراسیونو او دفتر رئیسانو، اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف، مولوي عبدالحمید حماسي، د حج او اوقافو وزرات د نشراتو رئیس فضل محمد حسیني او ګڼو چارواکو ګډون کړی وو.

غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئیس نظر محمد مطمئین په دې سیالیو کې د نندارچیانو له پراخ ګډون مننه وکړه او زیاته یې کړه هڅه کوي چې د غېږنیونې سیالیو ته لا ډېره پراختیا ورکړي.

نوموړي زیاته کړه په دې لوبو کې د ورزشکارانو او نندارچیانو پراخ حضور د دې ښکارندویي کوي چې دا لوبه او په ځانګړې ډول افغانستان کې ورزش د غوړېدو په حال کې دی.

هغه زیاته کړه: د دې سیالیو موخه د غېږنیونې د لوبې راژوندي کول او هغې ته پراختیا ورکول دي.

د غه راز غونډ کې مولوي عبدالحمید حماسي د ورزش پر ارزښت خبرې وکړې او ورزش یې د رسول صلی الله علیه وسلم میراث یاد کړ.

نوموړي ورزش د ټولنې د رهبرۍ د پرمختګ بنسټ یاد کړ او له ورزشکارانو یې وغوښتل چې په خپله برخه کې سالم رقابت وکړي.

هغه پر ورزشکارانو غږ وکړ چې د ورزش په برخه کې دې لا ډېره هڅه وکړي او د رسول الله صله علیه وسلم هغه حدیث دې را ژوندی کړي چې "قوي مسلمان تر ضعیف هغه غوره دی".

نوموړي وویل په اسلام کې ورزش ځانګړی مقام لري او زیاته یې کړه چې د شعریت مطابق ورزش هېڅ ډول ممانعت نه لري او له ورزشکارانو یې وغوښتل چې د ورزش پر مهال د عورت ستر ته پام وکړي.

همدارنګه اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف هم غونډه کې د مینوالو پر پراخ ګډون خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه د رب شکر ادا کول په کار دي چې د امن فضا کې داسې سیالۍ کېږي.

هغه همدارنګه هیله مندي وښوده او زیاته یې کړه چې نږدې ده چې افغان ورزشکاران به پر نړیوال ډګر کې غوره ځلېږي او ښه لاسته راوړنې به ولري.

هغه پر ورزشکارانو غږ وکړ چې خپلې هڅې لا کړندۍ کړي او ځانونه پر نړیوالو میدانو را څرګند کړي.

دغه راز په دې سیالیو کې برخه اخیستونکو ورزشکارانو خوښي څرګنده کړه چې د لومړي ځل له پاره ورته دا ډول سیالۍ جوړې شوي دي.

هغوی همدارنګه په راتلونکي کې د دا ډول نورو سیالیو د ترسره کولو له پاره د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د غونډې په پای کې ورزشکارانو ته د المپیک ملي کمېټې او ورزش رئیس، مل پلاوي او نورو مسؤلینو له لوري موټر سایکلونه د اسنادو په ورکړې سره تسلیم شول.

همدارنګه پر ورزشکارانو د المانۍ مؤسسې له لوري د ورزشي سامان الاتو تر څنګ د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري نغدي جایزې، یو-یو جوړ جامې او پګړۍ هر ورشکار ته ورکړل شوې.

دغه راز د دې د ولایت د ورزشي مسولینو او چارواکو له لوري د بدني روزنې او ورزش رئیس نظر محمد مطمئین، مولو عبدالسلام ضعیف او مولوي عبدالحمید حماسي ته د ویاړ پګړۍ هم ور وتړل شوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۳
Background image

خوست؛ میان ۱۰۰ ورزشکار مسابقات انتخابی پرورش اندام و فیتنس برگزار شد

مسابقات انتخابی پرورش اندام و فیتنس میان ۱۰۰ ورزشکار، از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت خوست، در منطقه ۱۲۰۰ فامیلی مربوط به مرکز این ولایت برگزار شد.

در پایان این رقابت‌ها، ۳۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۴۹
Background image

خوست؛ مسابقات فوتبال میان ۴۰ تیم در شهر متون مرکز این ولایت آغاز شد

مسابقات فوتبال تحت نام جام صلح جمال میان ۴۰ تیم، از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت خوست، در منطقه لکڼو مربوط به مرکز متون آغاز شد.

این رقابت‌ها که به مدت دو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۴۵
Background image

پکتیکا؛ در ولسوالی ارگون مسابقات کرکت تیپ‌بال میان ۱۲ تیم آغاز شد

مسابقات کرکت تیپ‌بال میان ۱۲ تیم، از سوی نمایندگی فدراسیون کرکت تیپ‌بال آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت پکتیکا، در قریه سرخت ولسوالی ارگون آغاز شد.

در نخستین دیدار این رقابت‌ها، تیم‌های. . .

BACK TO NEWS