د بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډې همکاري هوکړه‌لیک لاسلیک شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴۸
د بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډې همکاري هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بډمنټون ملي فدراسیون او خانه نور خصوصي پوهنتون ترمنځ د ګډو ورزشي او تحصیلي همکاريو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه له مخې به د ورزش ادارې رسمي ورزشکاران او کارکوونکي په ۳۰ سلنه تخفیف سره د یاد پوهنتون په څلورګونو پوهنځیو کې لوړې زده‌کړې کولی شي او دغه راز د دغه پوهنتون ټول زده‌کړیالان کولی شي، چې د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري په ښوونیزو او وروزنیزو پروګرامونو کې په وړیا ډول ګډون وکړي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د خانه نور پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس استاد محمد قیس وردګ هیله وښوده، چې د ورزش ادارې ترمنځ یې همکاري پراخه شي او په راتلونکو کې د لا ښو پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې له یو بل سره همکار پاتې شي.

دغه راز د کابل ولایت د بډمنټون فدراسیون رئیس محمد صابر لودي وویل، چې د دغه هوکړه لیک له مخې به د یاد پوهنتون زده‌کړیالانو ته په وړیا ډول د بډمنټون روزنه ورکوي او همداراز زده‌کړیالان کولی شي، چې د بډمنټون ملي فدراسیون په لوبغالي کې خپل تمرینونه ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

عمر زواک هرات و سرخ‌پوشان خوافی در ادامه لیگ قهرمانان فوتبال به پیروزی رسیدند

در ادامه فصل ششم لیگ قهرمانان فوتبال افغانستان روشن، که از سوی فدراسیون ملی این رشته با همکاری ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور از ۱۹ سنبله آغاز شده و هم‌چنان ادامه دارد، دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۵
Background image

ووشوکاران افغان دو مدال برنز را قطعی کردند؛

در بازی‌های آسیایی المپیکی که به میزبانی جاپان برگزار می‌شود، ووشوکاران افغان، محمد خالد هوتک و حامد اشرفی، با شکست دادن حریفان اندونیزیایی خود، به مرحله بعدی این رقابت‌ها راه یافتند و. . .

BACK TO NEWS