پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همدرد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې همدرد لوبدلې له خپل ۱۷۲ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۸۶ منډو په توپیر یې خپلې سیالې څمکنۍ اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
