کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د الماس بتاش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې الماس بتاش لوبډلې د ۶ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې محمد بیک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
