بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.
د یادو سياليو پايلوبه کې استقلال لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې آزادي قرقین لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې په موخه ترسره شوې. چې یوه شپه یې دوام وکړ.
