د فوټسال له ۱۷کلنو کم عمره لوبډله په المپیکي سیالیو کې نن شپه له پاناما سره خپله لومړۍ لوبه کوي
د فوټسال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو فوټسال ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه نن شپه د کابل پر مهال ۸ بجې له پاناما هېواد سره ترسره کوي.
په دغو سیالیو کې افغان لوبډله پر پاناما سربېره له سینګال او ارجنټاین سره هم په یوه ګروپ کې سیالۍ لري.
دغه سیالۍ د سینګال هېواد په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۲مې به دوام وکړي.
