کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۴۱
کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د دوړلس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ د ياد رياست په ساحلي واليبال ميدان کې پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د دې سياليو لومړۍ لوبه د اتفاق تره‌خېل او اتحاد اې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې اتفاق تره‌خيل لوبډلې وکولی شول خپلې سیالې اتحاد ای لوبډلې ته د ۲ - صفر ميدانو په توپير ماتې ورکړي او بريا خپله کړي.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ ملي لوبډلې ته د غوره څېرو د موندلو په موخه د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د واليبال ملي فدراسیون د اداري او مالي مرستيال محمد عارف پيمان او ورزشکارانو په شتون کې پيل شوې، چې په پای کې به يې ۱۲ تنه د ساحلي واليبال ملي لوبډلې ته غوره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

قهرمانی تیم گزک در رقابت‌های والیبال جام خزانی ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان

مسابقات والیبال تحت عنوان جام خزانی از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بامیان میان شانزده تیم که از دو هفته به اینسو در ولسوالی یکاولنگ ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۲
Background image

مسابقات بزکشی با حضور ۵۰ چاپ‌انداز در مرکز ولایت بلخ برگزار گردید

رقابت‌های بزکشی با حضور ۵۰ چاپ‌انداز، از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت بله در شهر مزارشریف برای مدت یک روز برگزار گردید.

در پایان این پیکار‌ها،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۴۳
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!


دعوت‌نامه مطبوعاتی!

BACK TO NEWS