کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان د لومړي پړاو سياليو خبري کنفرانس ترسره شو
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ او د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سياليو د لوبغاړو وزن کول او خبري کنفرانس د هېواد ورزش ادارې په مرکزي جمنازيوم کې ترسره شو.
په دغه خبري کنفرانس کې لوبغاړو د خپلو تياريو او د سيالانو پر اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه يې د يو بل په اړه له رسنيو سره شريک کړل، چې له اې ايف سپورټس، لمر او طلوع تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه نشر شول.
د ويلو ده، چې د دانالاک ستر پهلوان لومړی پړاو سيالۍ به سبا شپه ( جمعه، د لړم ۱۵مه، ۱۴۰۵) د ۱۸ داخلي او دوو پاکستاني لوبغاړو ترمنځ په تک فايټ ډول د هېواد د ورزش ادارې په مرکزي جمنازيوم کې ترسره شي، چې د اې ايف سپورټس تلويزيون له لارې به په ژوندۍ بڼه خپرې شي او يوه شپه به دوام وکړي.
