کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې شپنۍ سیالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو استعدادونو موندلو او ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې په پايله کې يې ۳۵ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
