کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ايسکي سيمه کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې ۲۲ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
