پکتیا کې د خپلواکۍ تر عنوان لاندې د نیزه بازۍ لوبې د پکتیکا په ګټه پای ته ورسیدې

یادې لوبې تیره ورځ د افغانستان د المپیک ملي کمیټې او ورزش عمومي رئیس انجنیر نظر محمد مطمئين په مشرۍ مل پلاوي په پکتیا ولایت کې په لومړي ځل د جنوب ختیځ زون په سطحه د خپلواکۍ ترنامه لاندې د نیزه بازۍ لوبې پرانستې.
دا سیالۍ د اوو ولایتونو پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، زابل، غزني او خوست ورزشکاران په ګډون پیل شوې وې چې دوه ورځې دوام وکړ .
د نوموړو لوبو لومړی مقام پکتیکا ،دوهم مقام خوست او دریم مقام د غزني لوبډلې په خپل نوم کړ.
د مراسمو په پای کې د پکتیا بدني روزنې او ورزش ریاست له لورې ګټونکو لوبډلو ته د کپونو ترڅنګ ستاینلیکونه ورکړل شول؛ همدارنګه راغلو ملمنو ته د عزت لونګې ور په سر شوې .
يادې لوبې په پوره ارامه او ورورولۍ په فضاء کې ترسره شوې ،چې د ا.ا.ا اتلو م.جاهدینو له لورې یې تنظیم په ښه ډول نیول شوی وو.