د کندز د مرکز او ولسوالیو د پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې اوونیزې سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د ورزش ریاست او وزلوبې فدراسیون په همغږۍ د کندز د مرکز او ولسوالیو د ۵۰ تنو وتلیو پهلوانانو ترمنځ د سلګونو تنو نندارچیانو په حضور کې د وزلوبې په زړه پورې سیالۍ وشوې.
د پرونۍ لوبې په پایله کې نظیف الله جوګي د حسامد الدین بای په اس الاق تر حلالې دایرې ورساوه او د حاجي ظاهر نور له لوري یې ۱۰۰ ډالره د ډالۍ په توګه ترلاسه کړل.
د دې سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځ ته کول وو چې هره اوونۍ ترسره کیږي.