د غزني د مرکز اړوند قلاتي کلي کې د فوټسال سیالۍ مهران اف سي لوبډلې وګټلې

د غزني ولایت د مرکز غزني ښار اړوند قلاتي کلي کې د فوټسال هغه سیالۍ چې د ورزش آمریت له لوري یوه میاشت وړاندې د نهو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د مهران اف سي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د سیالیو پایلوبه د ایثار قلاتي او مهران اف سي لوبډلو ترمنځ چې مهران سي لوبډلې خپل مقابل لوري ته د ۱-۰ په توپیر ماتې ورکړه.
د سیالیو په پایلوبه کې د غزني د ورزش آمر حاجي بلال مجاهد هم ګډون کړی ؤ او د قلاتي کلي د ټولنې له لوري وستایل شو.
د سیالیو غوره لوبغاړی شعیب له قهرمانان لوبډلې څخه، منصور د ۱۵ ګولونو په وهلو سره د غوره ګول وهونکي په توګه او عزت الله له مهران اف سي څخه د غوره دروازه ساتونکي په توګه وټاکل شو. همدرانګه د مرحبا سیدخیل په نوم یو تن نندارچي چې د ټولو سیالیو لیدو ته ورغلی ۇ د غوره نندارچي ډالۍ یې ترلاسه کړه.
په پای کې د ورزش آمریت له لوري بریالیو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.