د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د والیبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې
د والیبال دا ژمنۍ سیالۍ د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت به همغږۍ د والیبال فدراسیون له خوا د ۱۲ لوبډلو ترمنځ په مالستان ولسوالۍ کې پیل شوې.
دا سیالۍ چې د مالستان ولسوالۍ خاکریزګ بازار سیمه کې پیل شوې د ټورنمنټ لومړۍ سیالۍ د « عقاب او قهرمانانو» لوبډلو ترمنځ وشوه چې د « ۳ – ۱» پایلې سره عقاب لوبډلې وګټله او دویمه سیالۍ بیا د « شاهین او میهن» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې دا سیالۍ د « ۳ – ۲» میدانونو په توپیر شاهین لوبډلې په خپلې بریا پای ته ورسوله.
یادې سیالۍ چې څو ورځې به دوام وکړي ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره کیږي.
