د خوست په کوربتوب د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د فوټبال دوه کلپونو ترمنځ سیالۍ وشوې
د خوست ولایت په کوربتوب د فوټبال په دوه جلا جلا لوبغالو کې د پکتیا احمد ابا کلپ او د خوست شهید معلم جان کلپ لوبډلو ترمنځ په تڼیوال پارک کې او همدا راز د پکتیکا ارګون کلپ او د خوست مټه چینې کلپ فوټبال لوبډلو ترمنځ په اماني لوبغالي کې سیالۍ وشوې.
لومړۍ سیالۍ د «شهید معلم جان او احمد ابا ولسوالۍ» لوبډلو ترمنځ وشوه چې د « ۱- ۰» پایلې سره د خوست شهید معلم جان کلپ په بریا تمامه شوه.
همدا راز دویمه سیالۍ د «ارګون منتخب او خوست مټه چینې» لوبډلو ترمنځ په اماني لوبغالي کې ترسرهشوه چې دا لوبه د « ۴ – ۰» ګولونو په توپیرمټه چینې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو لیدلو ته د ګڼو نندارچیانو ترڅنګ د خوست ورزشي امرعطاء الله کډوال، د فوټبال قدراسیون مسوول ریبار هڅاندهم ورغلي وو.
د یادولو وړده، چې دا مهال د خوست په مختلفو ولسوالیو کې په منظم ډول بېلابېلې سیالۍ روانې او ترسره کیږي.
