کندهار، انسټو پوهنتون د همغږۍ په نوم د فوتسال سياليو اتلولي وګټله
د کندهار ولايت ورزش رياست له لوري په کندهار ورزشي جمنازيوم کې د پنځو پوهنتونونو ترمنځ د همغږۍ په نوم فوتسال سيالۍ چې پنځه ورځې وړاندې پيل شوې وې، د انسټو پوهنتون لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو فاينل لوبه د ملالۍ او انسټو پوهنتونونو لوبډلو ترمنځ وشوه چې ٥-٣ ګولونو په توپیر د انسټو پوهنتون لوبډلې وګټله.
په یادو سياليو کې میرویس نیکه، ملالۍ، بینوا، سبا او انسټو پوهنتونونو د فوټسال لوبډلو برخه اخیستې وه.
د همغږۍ په نوم سیالیو موخه د پوهنتونونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.
پای کي لومړي او دوهم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او لوبغاړو ته مډالونه، نقدي او غیرنقدي ډالۍ هم ورکړل شوې.
