د کندز په ورزشي لوبغالي کې د فوټبال دوستانه سيالي ترسره شوه

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او فوټبال فدراسيون له لوري د ياد رياست په ورزشي لوبغالي کې د تخار او کندز ولايتونو د لوبډلو ترمنځ دوستانه سيالي ترسره شوه.
په دغه سيالۍ کې د کندز فیروزي لوبډلې خپلې سيالې د تخار ارمان لوبډلې ته د ۵_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده چې د نوموړې سيالۍ موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شريکول وو.