د کندز په ورزشي لوبغالي کې د کورش اوونيزه سيالۍ ترسره شوه
د کورش يا رستمي غېږنينونې ياده اوونيزه سيالۍ د کندز د ورزش ریاست او کورش فدراسيون په همغږۍ د سيد فريد اغا په مالي ملاتړ د مرکز او ولسواليو د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د يوې ورځې لپاره ترسره شوه.
د دغو سياليو پر مهال د جمناسټيک فدراسیون ورزشکارانو له لوري بېلا بیل نمايشي حرکتونه هم اجرا او نندارې ته وړاندې کړل.
د يادو سياليو موخه د کندز ولایت ولسونو ته د سالمې تفريح برابرول دي.
په پاى کې د ورزشکارانو د تشویق په موخه غوره او مخکښو لوبغاړو ته مادې او معنوي جايزې هم ورکړل شوې.
