ټایلنډ؛ افغان فوټسال ملي لوبډله له چک جمهوریت سره سیالي ترسره کوي

افغان فوټسال ملي لوبډله نن دوشنبه د اسد میاشتې پر ۱۶مې نېټې د کانټیننتال ( بین قاره یي ) سیالیو په لړ کې، چې د ټایلنډ هیواد په بانکوک ښار کې ترسره کیږي، خپله لومړنۍ لوبه له چک جمهوریت سره د افغانستان په وخت ۲:۳۰ بجې ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د فوټسال ملي لوبډلې سر روزونکي مجید مرتضايي په خبري ناسته کې ویلي و: خوښ یوو، چې په دې لوبو کې لوبېږو، زموږ هدف د ۲۰۲۴ م کال نړیوال جام ته د لوبډلې چمتو کول دي.
د نوموړي په وینا دا لوبډله تر ۲۰ کلنو د کم عمره لوبډلې او ملي لوبډلې یو ګډ ترکیب دی، هغه همدا راز زیاته کړه، چې په دې لوبو کې یې موخه لوبډله نیمه پایلوبې ته رسول دي.
د کانټیننتال فوټسال سیالۍ د ټایلنډ هیواد په کوربتوب د یاد هیواد په بانکوک ښار کې ترسره کیږي، چې د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې له ۷ـ ۱۳ مې نېټې پورې دوام کوي.