پکتیکا؛ په مټا خان ولسوالۍ کې د لېسو ترمنځ د یووالي په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او مټا خان ولسوالۍ د میرویس عالي لېسې د امریت له لوري د یادې ولسوالۍ د شپږو لېسو د لوبډلو ترمنځ د یووالي په نوم د والیبال سیالیو اتلولي د مرکزي لېسې لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د مټاخان مرکزي لېسې او نورالمدارس لوبډلو لار موندلې وه، چې پایله کې مټاخان مرکزي لېسې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې په پایه کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.