د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس افغانستان ته راغلی ایران بایسکیل ځغلوونکی خپل حضور ته ومانه
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق افغانستان ته د سولې د پیغام راوړونکي ایراني بایسکیل ځغلوونکي رحمت الله آزاد خپل حضور ته ومانه.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ایران او افغانستان اسلامي او دوه ښه ګاونډي هیوادونه دي، چې د تل په څېر له یو بل سره ښې اړيکې لري او په خبره يې:« ورزش غیر سیاسي برخه ده او موږ له ټولو هیوادونو سره د په دې برخه کې ښې اړیکې غواړو.»
مولوي احمدالله وثیق د افغانستان اوسنی وضعیت د ورزش لپاره مناسب یاد کړ او زیاته يې کړه، چې زموږ هیواد په اوس وخت کې د هر ډول لوبو په برخه کې د بهرنیو ورزشکارانو کوربتوب کولی شي او هیله څرګنده کړه، چې هڅه کوي، په کور دننه په هره برخه کې داسې سیالۍ برابرې کړي، چې بهرني ورزشکاران هم پکې ګډون وکړي.
رحمت الله آزاد چې د ایران هیواد د بایسکیل ځغلونې فدراسیون غړی دی او د نړۍ تر ۷۰ زیاتو هیوادونو ته يې د سولې له پیغام سره پرلپسې سفرونه کړې دي، تازه د سولې او دواړو اسلامي هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کولو له پیغام سره افغانستان ته راغلی دی.
نوموړي د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس له لیدني او مېلمه پالنې خوښي څرګنده او ويې ويل: زه افغانستان ته د سولې له پیغام سره راغلی یم او غواړم نړۍوالو ته څرګنده کړم، چې د افغانستان په اړه د دوی خبرې ناسمې او منفي تبلیغات دي او په خبره يې: « افغانستان هم د نورو هیوادونو په څېر هیواد دی او هرڅه په کې خورا ښه او نورمال روان دي.»
ښاغلي آزاد په خپلو خبرو کې د افغانانو له نېک او په ځانګړې ډول د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس له مینې او چلند ځانګړې مننه وکړه او زیاته يې کړه د افغانانو برخورد ورته د نورې ټولې نړۍ له خلکو متفاوت و.
د یادونې وړ ده، چې یوه نیمه میاشت وړاندې د عبدالله په نوم موټرسایکل ځغلونکی هم افغانستان ته راغلی و، چې د المیپک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري ورته مراسم هم نیول شوي وو.
